ناټو پر روانې سیاسي ګډوډۍ اندېښنه  ښودلې

روهي(جمعه/۱ د وري)،د ناټو سرمنشي یو ځل بیا تینګار کړی چې په افغانستان کې یې د پوځیانو کمېدل مشروط دي، او له طالبانو یې غوښتي چې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شي.‌نوموړي ویلي،‌ د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه تر ټولو مهمه برخه د بین الافغاني خبرو پیلېدل دي.
 
د ناټو سازمان سرمنشي ینز ستولټنبرګ نن پنجشنبه په بروکسل کې ویلي، دا سازمان په افغانستان کې پر روانې سیاسي ګډوډۍ اندېښمن دی.‌ نوموړي پر افغان سیاسي دلو غږ کړی دی چې روان وضعیت ته یو ټولشموله حل ومومي.
 
بله خوا ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د نوي کال په اړه په خپل ویډیویي پیغام کې ویلي، د سولې او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره اړینه ده چې ټول سیاستوال سره یو موټی شي.‌
 
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ښاغلی غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی او ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، امریکا او ګڼو نورو هېوادونو د هغه بریا او ولسمشري منلې.خو ښاغلي عبدالله د ټاکنو د وروستیو پایلو له منلو انکار کړی او له ولسمشر غني سره یې پر یوه ورځ لوړه وکړه او ځان د افغانستان د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي.