ايټاليا کې د کرونا ویروس وژل شويو شمېر تر چين ډېر شول

روهي(جمعه/۱ د وري)، تېر کال د چين په وهان کې د کورونا وېروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې وه، له هغه راهيسې تردې مهاله په ټوله نړۍ کې ۹۰۰۰ کسان د دې وېروس له امله مړه شوي او ۲۲۲ زره نور په دې وېروس اخته دي چې ۴۴۴۰ کسان ترې روغ شوي ‌دي.
 
د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ايټاليا کې ۴۲۷ کسانو د کورونا وېروس له امله خپل ژوند بايللی دی، له دې سره په دې هېواد کې د ټولټال مړو شويو کسانو شمېر ۳۴۰۵ ته رسېږي چې په چين کې د وژل شويو له شمېر ډېر دی
 
له ايټاليا او چين وروسته کورونا وېروس ایران ډېر ځپلی دی، د دې هېواد د روغتيا چارواکي وايي چې تر دې مهاله په ايران کې ۱۸زره کسان په دې وېرس اخته دي او ۱۲۸۴ کسان مړه شوي دي چې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.