د کورونا نویو  پېښو:  پاکستان کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۹ ته رسېدلی دی

روهي(پنځه نۍ/۲۹ د کب)، د پنجشنبې پر ورځ په خیبر پښتونخوا کې ۱۵ او همدا راز بلوچستان کې ۲۲ نوې پېښې ثبت شوې دي.‌په پاکستان کې تر دې دمه دوه کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي، چې دواړه د خیبر پښتونخووا اوسېدنکي‌ وو.‌
 
په ټول پاکستان کې پنځه کسان تر دې دمه له دې وېروسه بېرته رغېدلي دي،‌ او ۳۴۲ کسان تر درملنې لاندې دي.‌د پاکستان د پوځ چارواکو بي بي سي‌ ته ویلي‌ چې د روان بحران سره د مبارزې لپاره د پوځ ټول روغتونونه چمتو دي او په ځینو کې یې د قرنطین ځانګړې خونې هم جوړې شوې دي.
 
د پاکستان حکومت وار د مخه ټولې تعلیمي ادارې د اپرېل میاشتې تر پنځمې نیټې تړلې دي په خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې د کورونا وېروس د نویو مثبتو پېښو سره پاکستان کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۹ ته رسېدلی دی.‌