د پاکستان د چمن لار د خوراکي توکو لپاره خلاصه شوه

روهي(پنځه نۍ/۲۹ د کب)، د مارچ پر دویمه پاکستان د کورونا وېروس په تړاو اندېښنو له کبله په چمن کې له افغانستان سره د یوې اوونۍ لپاره خپله دروازه وتړله. پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي، د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی یې کړی چې له جمعې ورځې راهیسې به د چمن دروازه د خوراکي توکو او ترانسپورت پر مخ بېرته پرانیزي.ښاغلي مشعل پر ټوېټر لیکلي، دا ګام د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره تر اوږدو خبرو وروسته اخیستل شوی.
 
د روانې مارچ میاشتې پر ۱۶مه، پاکستان د تورخم لویه لار د هر ډول مساپرو او بار وړونکو ګاډو د تګ راتګ پرمخ وتړله.تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د تګ - راتګ او سوداګرۍ تر ټولو بوخته لار ده. همدارنګه پرچمن لار هم د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو ډېری وګړي پاکستان ته تګ راتګ کوي.
 
 
که څه هم د چمن پر دروازه د تېرې یوې میاشتې راهیسې مساپر څارل کېږي او د کورونا وېروس له معاینې وروسته پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي، خو بیا هم پاکستاني چارواکي په دې وېره کې دي چی هسې نه کوم مساپر له افغانستانه دا وېروس پاکستان ته انتقال کړي.