ټولونکو ته د ننګرهار والي خبرداری: که ټولونه مو وکړه زندان ته مو اچوم 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هغه کسانو او سودګرو ته چې مالونه او خوراکي توکي په راتلونکي کې د لوړې بيې په پار ذخيره کوي خبرداری ورکړی دی چې که چېرې درباندې ثبوت شي، نو زندان ته مو اچوم. 

مياخېل ويلي دي چې  که چېرې څوګ پر خپل سر او له قانون پرته بيې لوړې کړي نو قانوني چلند به رو سره وشي او زندان ته به ولېږل شي. 

نوموړي ويلي دي چې يو ګرځنده ګډ کمېسیون ته دنده سپارلې چې ښار کې هغه هټۍ او سوداګر څارې چې په خپل سر د بيې د لوړالي هڅه کوي. 

دا په داسې حال کې ده چې کابل او د هېواد يو شمېر ولايتونو کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د خوراکي او لومړنيو توکو بيې لوړې شوې دي.