له چين، ايټاليا او ايران وروسته هسپانيه څلورم مقام خپل کړ 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، هسپانيه په نړۍ کې هغه څلورم هېواد شو چې تر تولو ډېر وګړي يې پر کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ کککړ او له امله يې مړه شوي دي. 

هسپانيه کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېر ښيي چې دغه هېواد کې ۲۸۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۷۷۵۳ کسان په دې ويروس ککړ دي. 

چين کې کرونا ۳۲۱۸ تنه، ايټاليا کې ۱۸۰۹ تنه او ايران کې ۷۲۴ تنه مړه کړي دي. دې سره په نړيواله کچه ۶۴۷۰ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. 

افغانستان کې ۲۲ د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي خو تر اوسه کوم کس يې مړ کړی نه دی. د نړۍ په نېږدې ۱۵۰ هېوادونو کې ۱۶۴۴۷۰ تنه په دې ويروس اخته دي.