
روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ په ولسمشر ماڼۍ کې کابل کې د چين سفير (وانګ يو) سره وکتل. دغه لېدنه کې د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح او د بهرنيو چارو چارسمبال وزير هارون چخانسوري هم برخه درلوده.
ولسمشر محمد اشرف غني په دې لېدنه کې ويلي دي چې افغانستان به د کرونا ويروس سره د مبارزې او مخنيوي لپاره د چين هېواد له تجربو ګټه پورته کړي.
محمد اشرف غني د چين له هغې مرستې او همکارۍ هم مننه کړې ده چې د کوېډ-۱۹ سره د مبارزې برخه کې به يې له افغانستان سره وکړي.
افغان ولسمشر ويلي دي چې د افغانستان ډېر تمرکز پر هرات ولايت دی ځکه ياد ولايت له ايران سره پوله لري او هره ورځ په زرګونه افغان کډوال راځي. غني ويلي چې دې برخه کې به د چين هېواد له هغه تجربو ګټه پورته کړي چې ووهان ولايت کې يې تر سره کړي.
افغانستان کې د کرونا ويروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری په هرات او ورپسې لوګر، بادغيس، بلخ او کاپيسا ولايتونو کې دي.