انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس -اوومه برخه

۸ سټراټېژي: د transition سمه مانا او کارونه زده کړئ
transition  چې د تړنې، ربط ورکولو، بله مانا د مطلب بيانولو کلمې دي په لېکنه او پرګراف کې د تکرار مخه نيسي. transition ته transitional adverbs او transitional signals هم وايي. transition هغه کلمې او عبارت برخې دي چې لېکولان يې  له يوې جملې څخه بلې جملې او يا هم له پرګراف څخه بل پرګراف ته د تګ او اوښتو په پار کاروي. 

transition  له لوستونکو او اورېدونکو سره مرسته کې چې ستاسې خبرې او لېکنه په منظم ډول واوري او په اسانۍ د يوې جملې مفهوم له بلې جملې او د همدا ډول د يو پرکراف مفهوم له بل پرګراف سره وتړي. د transition په کارونې سره د جملو او پرګرافونو ترمنځ تدريجي اړيکه ساتل کيږي او تسلسل له منځه نه ځي. 

transition په خبرو کې هم کارول کيږي خو د ټافل ازموينې لېکنې برخه کې يې کارونه ډېره ده. هغه زده کوونکي چې ټافل ازموينه ورکوي کولی شي له transition په ګټې ښې نمرې تر لاسه کړي. 

لاندې يو څو مهم transitions له دندې (function) او مانا (Meaning) سره کارول شوي دي. دلته يې زده کړئ او بيا د ښه تمرين لپاره په لېکنه کې وکاروئ. 
 
  ځيني د لېږد کلمې   Some Transitions:

1- first, second, third, next, then, finaly, lastly....

پورته Transitions د څو جملو يا پرګرافونو ترمنځ د تړنې لپاره کارول کيږي. دنده يې دا چې د جملو او پرګرافونو ترمنځ ترتيب او نظم وښيي. دغه کلمې هغه نظريې سره تړي چې په مفهوم کې سره ورته وي. 

2- also, too, in addition, furthermore, moreover....

د نورو او اضافي مالوتو پر وخت کارول کيږي. دغه Transitions د جملو او پرګرافونو ترمنځ ورته والی ښيي. 

3- however, but, on the other hand, conversely, yet, though, in contrast, neverthless...

هغه وخت کارول کيږي چې په جملو او پرګرافونو کې توپير موجود وي او نظريې سره ورته والی ونه لري. 

4- for example, to illustrate, for instance...

د ويل شوي/لېکل شوي مطلب په اړه اضافي مالوت د بېلګې په ډول وړاندې کوي. 

5- that is, in other words...

ذکر شوي مالوماتو ته لا تشريح ورکوي.

6- in fact, indedd....

په موضوع ټېنګار کوي او ژوندۍ بېلګې وړاندې کوي. 

7- clearly, of course, certainly...

عمومي مالومات وړاندې کوي، د ډاډ لپاره استعماليږي. 

8- overall, for the most part, usually, typically, general speaking....

عمومي مالومات وړامدې کوي. 

9- therefore, thus, subsequently, as a result, as a consequence, hence....

د غلت او معلول ترمنځ اړيکه په ګوته کوي. 

10- happily, fortunately, thankfully, unfortunately, sadly, regrettably...

له يوې موضوع سره د خوښۍ او د خپګان احساسات ښيي. 

11- to conclude, in conclusion, to wrap up, to summarize, to sum up... 

دغه کلمې هغه وخت کارول کيږي، چې کله يو پرګراف رانغاړل کيږي او پای ته رسيږي. 
 
نور بيا.....