وحيد عمر: د وادونو سالونونه او د ټولنیزو راټولېدنو ځایونه دې بند شي

روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، افغان حکومت له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي دي او کابل ښآروالۍ ته سپارښتنه شوې، چې ځايونه دې وتړي چې ګڼيز دي او ډېر خلک په کې راټوليږي. 

په دې اړه په عامه اړیکو او سټراټېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې د کابینې د پرېکړې په اساس د افغانستان له خلکو غوښتل شوي چې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه په هوټلونو کې د ودونو، شرین خوري، د لمبو ډنډونه او داسې نورو ځایونه باید بند شي او ښاروالي ته لارښونه شوې چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

د يادونې ده چې نن روځ په افغانستان کې د کرونا ويروس پنځه مثبتې پېښې په هرات، لوګر او بادغيس ولايتونو کې ثبت شوې، چې په دې سره يې شمېر ۲۱ ته روسېد.