روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، د ولسي جرګې غړي راضيه منګل تېره ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې وويل چې د ولسي جرګې هغه غړي چې په دې وروستيو کې د ايران قم او نورو ښارونو ته سفر درلود بايد ولسي جرګې ته په راتګ بند شي.
نوموړې ويلي دي چې ايران کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې لسګونه زره دي او هغه وکيلان چې ايران ته تللی شونتيا لري چې په کرونا اخته شوي وي او ولسي جرګې ته په راتګ دغه ويروس خپرولی شي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو بيا د ولسي جرګې د رخصتۍ ويلي خو ځيني نورو يې مخالفت ښوودلی او ويلي دي چې پارلمان بايد د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره رخصت نه شي او خپل کار ته دوام ورکړي.
ولسي جرګې تېره ورځ بهرنيو چارو، کورنيو چارو، کډوالو چارو، طعبيي پېښو پر وړاندې مبارزې، عامې روغتيا او قومونو او سرحدونو وزيران د مالوماتو لپاره غوښتي وو.
وروستي