د کرونا ويروس مثبتې پېښې؛ لوګر کې دوه، يوه په بادغيس او دوه په هرات کې ثبت شوي 

روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې درېيو ولايتونو کې د کرونا وژونکي ويروس پنځه تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې دې پېښو سره ټول - ټال ۲۱ مثبتې پېښې افغانستان کې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي چې دا نوې پېښې دوه په هرات، دوه لوګر او یوه پېښه په تادغیس کې ثبت شوې ده. له دې سره په افغانستان کې په کورونا د ککړو کسانو شمېر ۲۱ ته ورسېد.

دوه ورځې وړاند په بلخ، کاپيسا او سمنګان ولايتونو کې د پنځو پېښو ويل شوي وو.