ايران کې د کرونا وپروس د مړو شمېر ۷۲۴ او د ککړو کسانو شمېر يې ۱۴ زرو ته پورته شو 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، له چين او ايټاليا وروسته ايران نړۍ کې درېيم  هېواد دی چې له کرونا ويروس د مړو او پرې ککړو شمېر په کې لوړ دی. وروستۍ شمېرې ښيي چې کرونا ويروس ايران کې ۷۲۴ کسان مړه کړي او تر ۱۴ زره نور پرې ککړ دي. 

تازه د ايران حکومتي چارواکو ويلي دي چې ۱۱۳ کسان له دغه ويروس له امله مړه شوی او په سلګونه نورې نوې پېښې ثبت شوې دي. 

د ايران ولسمشر حسن روحاني نن د نړۍ له مشرانو غوښتي وو چې امريکا دې پر ايران لګول شوي اقتصادي بنديزونه مات کړي ترڅو دغه هېواد له کرونا وژونکي ويروس سره مبارزه وکړي او د لا خپرېدو مخه يې ونېسي. 

له بلې خوا په بيت المقدس کې د اسلام سپيڅلي دين درېيم ترټولو ستر مسجد القصی هم تړل شوی دی. له دې وړاندې سعودي عربستان د حج او عمرې کوونکو پر مخ د مکې مکرمې او مدينې منورې زيارتونه هم وتړل.