له نړۍ د حسن روحاني غوښتنه: امريکا دې بنديزونه رانه لېرې کړې، کرونا ويروس سره په يوازې ځان مبارزه کول ګرانه ده

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د ايران ولسمشر حسن روحاني د نړۍ له مشرانو غوښتي دي چې امريکا دې د کرونا ويروس سره د مبارزې په پار له ايران اقتصادي بنديرونه لېرې کړي. 

روحاني ويلي دي چې په يوازې ځان له دغه ستر بحران سره مبارزه نه کيږي، په کار ده چې ايران کرونا سره د مبارزې لپاره نړيوالو بازارونو ته لاس رسی ولري او د خپلې اړتيا وسايل راونېسي. 

د ايران ولسمشر ويلي دي چې  که چېرې د امريکا متحد ايالت پر ايران بنديزونه مات نه کړي نو ايران به ونه شي کولی چې له دغه ويروس سره مبارزه وکړي. 

له چين وروسته ايران په اسيا کې غه هېواد دی چې تر ټولو ډېرې د کرونا ويروس د مړينې او اخته کسانو پېښې په کې ثبت شوې دي.