افغانستان کې د کرونا ويروس پنځه نوې پېښې؛ يوه په دايکنډي او څلور په هرات کې 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د هېواد عامې روغتي وزارت وايي چې تازه په افغانستان کې د کرونا ويروس پنځه پېښې ثبت شوي دي. د وزارت د مالوماتو پر اساس دغه پېښې په دايکنډي او هرات ولايتونو  کې ثبت شوي دي. 

د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مایار وایي، تازه څلور پېښې په هرات او یوه په دایکندي ولایت کې ثبت شوې ده.

له دې نویو پېښو سره په افغانستان کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۱۶ کسانو ته ورسېده. تېره ورځ په بلخ، کاپيسا او سمنګان کې د کرونا ويروس د تازه پېښو ويل شوي وو.