د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (نۍ/شنبه) 

ای بي سي نيوز: بېل کېټس: له مايکرو سافټ استعفا ورکوم او په بشري چارو تمرکز کوم 
روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د مايکرو سافټ شرکت بنسټګر او اجرائيوي رئيس بېل ګېټس تېره ورځو رسني، ته ويلي چې پلان لري ترڅو په مايکرو سافټ کې خپل مسووليت او دنده پای ته وروسوي او پر ځای يې پر خير رسونې او بشري چارو تمرکز وکړي. 

بېل ګېټس چې اوس مهال د مايکرو سافټ په لارښووده شورا کې دی، غواړي خپل مسووليتونه او رسمي دنده په مايکرو سافټ کې را کمه او يا تر دې چې په بشپړ ډول خوشي کړي. 

د نړۍ دغه مېلېاردي شتمن پلان لري ترڅو د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې د هغه کسانو لاس نيوی وکړي، چې بشري مرستو ته اړتيا لري. 

مايکرو سافټ له تېرو څو لسيزو د ټېکنالوژۍ او پوستغالي پروګرامونو په برخه کې نړيوال نوم او پراخه شرکت دی، چې د کمپيوټر عامل پروګرام وېنډوز او نور يې د ډېر شهرت وړ دي. 

الجزيره: د پيسو له نړيوال صندوق د ايران غوښتنه: پنځه مېلېارده ډالر مرسته وکړئ چې کرونا ويروس سره پرې مبارزه وکړو 
روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د ايران حکومت د پيسو له نړيوال صندوق غوښتي دي چې د دغه هېواد کې د کرونا ويروس سره د مبارزې په پار پنځه مېلېارده امريکايي ډارو مرستې ته اړتيا لري. 

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي دي چې د پيسو له نړيوال صندوق يې د پنځه مېلېارده امريکايي ډالرو مرستې غوښتنه کړې، ترڅو ايران کې د کرونا وژونکي ويروس پر وړاندې پرې مبارزه وکړي. 

د پيسو نړيوال صندوق اجرائيوي مدير کریستالینا جورجیووا ويلي دي چې دغه صندوق له هغه هېوادونو سره مرستې کوي، چې کرونا ويروس ځپلي وي او د تلفاتو شمېر په کې لوړ وي. 

د ايران د مرکزي بانک رئيس  عبدالناصر همتي ويلي دي چې  د نړيوال بانک د رئيس په پته يې ليک استول او د پنځه مېلېارده امريکايي ډالرو مرستې غوښتنه يې کړي. 

کرونا ويروس تر اوسه ايران کې ۴۲۹ کسان وژلي او ۱۰۰۷۵ نور پر ککړ شوي دي، چې تر اسو لوړ پوړي حکومت کسان هم په کې شامل دي. 

رويټرز: کرونا ويروس  او پر نړيوال ورزش يې اغېز 
روهي (نۍ/ ۲۴ د کب)، له چين خپور شوي کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ نېږدې سلو هېوادونو ته ځان رسولی، تر ۴۰۰۰ کسان يې وژلي او تر ۱۲۰ زره نور پرې ککړ دي. 

دغه ويروس د ټولنيز ژوند ټولې برخې لکه زده کړې، سوداګري، تګ - راتګ، راټولېدنې او کار محدود او اغېزمن کړی دی. سپورټ يا ورزش هم هغه برخه ده چې کرونا پرې ناوړه اغېز کړی دی. 

روغتيا پالان تر ډېره په دې ټېنګار کوي چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره بايد له ګڼې - ګوڼې خلک لېرې وساتل شي او ورزش بيا هغه کړه - وړه ده چې پرته له ګڼيز چاپيريال نه تر سره کيږي. 

د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې د فوټبال، کرېکټ، هاکي، بسکتبال، تنيس، رګبي، ګلبي، ګلف، سايکلېنګ، بزبال او نورو لوبو نړيوال او کورني کلپونه او سيالۍ لغوه شوې او ځنډېدلې دي.  

العربيه: مصر کې سيلابونو ۲۰ کسان مړه کړي، لسګونه ورک او ټپيان دي 
روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د مصر په دې وروستيو تاريخ کې  اوسني سخت بارانونه او سيلابونه بې ساري دي. د وروستيو شمېرو پر اساس تر اوسه ۲۰ کسان په سيلابونو کې مړه شوي او په لسګونه نور ټپيان او ورک شوي دي. 
 
د مصر لومړي وزير مصطفی مادبولي له مصري قربانيانو سره خواخوږي ښوودلې او ويلي دي چې په تېرو څلور لسيزو کې دا ډول سيلابونه بې ساري دي.  مصر کې الوتنې، د بسونو او اورګاډو تګ - راتګ هم ځنډول شوی دی. 

د پلازمينې قاهرې په شمول د مصر په ډېری سترو ښارونو کې د سيلابونو اوبه د ښار منځ او د خلکو تر کورونو تللي دي، چې درنه مالي زيانونه يې اړولي دي. 

مصر د افريقا په شمال کې پروت هېواد دی چې تر ډېره وچ اقليم لري، خو اوسني سيلابونه په کې  ويجاړونکي دي. 

رشيه ټوډې: پوتين به بيا په ۲۰۱۴ کې ولسمشر شي؟ 
روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د روسيې پارلمان تېره اوونۍ د دغه هېواد اساسي قانون تعديل کړی او ځيني مادې يې په  کې بدلې کړې. د روسيې د اساسي قانون اړوند اوس يو کس کولی شي چې په پرلپسې توګه  دوه ځلې د ولسمشرۍ دورې سره - سره بيا نوماند شي. 

همدا ډول په نوي تعديل کې د روسيې د ولسمشرۍ موده کې څلورو کالونو ته غځول شوې ده. پوتين په ۲۰۱۸ کال کې د روسيې ټاکنې وګټلې او تر ۲۰۲۴ کال پوري به په واک کې وي. 

ځيني روسيې شنونکي په دې اند دي چې په اساسي قانون کې د تعديل اساسي موخه د ولسمشر پوتين هغه هڅه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې يو ځل بيا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند شي او اک تر لاسه کړي. دغه شنونکي وايي چې ولسمشر پوتين په مهارنه ډول وړاندې ځي ترڅو د ولسمشر په توګه خپله څوکي وساتي. 

بيا د روسيې د سټراټيژيک مطالعاتو  مرکز مشر  دیمیتری ابزالوف وايي چې تر ۲۰۱۴ کال پوري ډېر وخت دی او دا وړاندې وينه چې د روسيې په اساسي قانون کې تعديل د ولسمشر پوتين په ګټه وو له وخت وړاندې خبره ده. 

دیمیتری ابزالوف وايي چې د روسيې په اساسي قانون کې تعديل د وخت يوه اړتيا وه او دا چې  په ۲۰۲۴ کال کې به ولسمشر پوتين، بيا ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شي او کنه؛ دا به وخت څرګنده کړي او ولسمشر پوتين به د نړۍ  او روسيې کورني وضعيت ته په کتو په دې اړه پرېکړه وکړي.