بلخ: په کرونا اخته ناروغ غوښتل له روغتون وتښتي او د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمې ته لاړ شي 

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، نن ورځ د هېواد په شمال بلخ، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د کرونا ويروس د درېيو مثبت پېښېو د ثبت خبر ورکړل شو. د دغه درېيو کسانو يو تن چې د بلخ په روغتون کې بستر وو هڅه يې کوله چې له روغتون وتښتي. 

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وياند رسنيو ته ويلي دي چې هغه  کس  چې په کرونا اخته وو د تښتېدو هڅه کوله چې راستون شوی دی او اوس مهال تر درملنې لاندې دی. 

په ټولنيزو رسنيو نن ورځ داسې راپورنه خپره شول چې ياد ناروغ له روغتون تښتېدلی او بلخ کې د طالبانو تر والکې لاندې يوې سيمې  ته ورغلی دی. 

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، که چېرې د کرونا په وایروس اخته کس د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته وتښتي، په بېرته ګرځېدو کې به یې اقدام وشي.