د پيسو له نړيوال صندوق د ايران غوښتنه: پنځه مېلېارده ډالر مرسته وکړئ چې کرونا ويروس سره پرې مبارزه وکړو 

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د ايران حکومت د پيسو له نړيوال صندوق غوښتي دي چې د دغه هېواد کې د کرونا ويروس سره د مبارزې په پار پنځه مېلېارده امريکايي ډارو مرستې ته اړتيا لري. 

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي دي چې د پيسو له نړيوال صندوق يې د پنځه مېلېارده امريکايي ډالرو مرستې غوښتنه کړې، ترڅو ايران کې د کرونا وژونکي ويروس پر وړاندې پرې مبارزه وکړي. 

د پيسو نړيوال صندوق اجرائيوي مدير کریستالینا جورجیووا ويلي دي چې دغه صندوق له هغه هېوادونو سره مرستې کوي، چې کرونا ويروس ځپلي وي او د تلفاتو شمېر په کې لوړ وي. 

د ايران د مرکزي بانک رئيس  عبدالناصر همتي ويلي دي چې  د نړيوال بانک د رئيس په پته يې ليک استول او د پنځه مېلېارده امريکايي ډالرو مرستې غوښتنه يې کړي. 

کرونا ويروس تر اوسه ايران کې ۴۲۹ کسان وژلي او ۱۰۰۷۵ نور پر ککړ شوي دي، چې تر اسو لوړ پوړي حکومت کسان هم په کې شامل دي.