د هېواد په شمال کې د کرونا ويروس درې تازه پېښې ثبت شوې

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، عامې روغتيا وزارت نن په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د هېواد په شمال کې د کرونا ويروس درې مثبتې پیښې ثبت شوې دي. 

د وزارت د خبرپاڼې په اساس دغه درې تازه پېښې په بلخ، کاپيسا او سمنګان ولايتونو کې ثبت شوې دي. په دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر لسو ته ورسېد. 

هرات کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۵، سمنګان کې ۳، بلخ او کاپيسا کې یوه-یوه پېښه ثبت شوې، چې ټول ټال لس پېښې کيږي.

د هېواد عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې تر اوسه يې ۱۸۱ شکمنې پېښې ثبت کړې دي، چې لس په کې مثبتې او پاتې ۱۷۱ منفي دي.