بهرنيو چارو وزارت (تاداماچي یاماماتو) په دې احضار کړ چې له عبدالله عبدالله سره يې لېدنه کړې 

روهي (جمعه/۲۳ د کب)، د هېواد بهرنيو چارو وزارت کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړی استازی (تاداماچي یاماماتو) احضار کړی وو. نوموړي له پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لېدنې له امله پوښتل شوی دی.

د بهرنيو چارو زورات په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، چې چارسمبال وزير هارون چخانسوري هارون چخانسوري ته ويلي دي چې افغانستان کې د ټاکنو بهير پای ته رسېدلی دی،  محمد اشرف غني د هېواد د اساسي قانون پر اساس ولسمشر ټاکل شوی دی او د افغانستان د سياست په اړه بحثونه لېدنې بايد د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې اوسي. 

تاداماچي یاماماتو ويلي دي چې د ملګرو ملتونو د منشور او اصول اړوند په يو هېواد کې موازي حکومتونه په رسميت نه پېژندل کيږي او په افغانستان کې هم ملګري ملتونه هېڅ موازي حکومت په رسميت نه پېژني. 

د احضار په دې ناسته کې تاداماچي یاماماتو چارسمبال وزير هارون چخانسوري ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا ولسمشر غني ته د مبارکۍ ليک هم سپارلی.