د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي يو بل سلاکار هم  په کرونا اخته شو 

روهي (جمعه/۲۳ د کب)، ايراني رسنيو لېکلې دي، چې د ايران د ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه ای سلاکار علي اکبر ولایتي په کرونا ويروس اخته شوی دی. نوموړی په بهرنيو اړيکو کې د خامنه ای سلاکار وو. 

نوموړی به ايران کې له مطرحو سياسي څېرو شمېرل کيږي او ۱۴ ورځې په خپل کور کې قرنطين شوی دی. له دې وړاندې د خامنه ای يو بل سلاکار هم دغه ويروس نېولی وو چې وروسته ومړ. 

ايران کې د عامو وګړو ترڅنګ ډېری دولتي او لوړپوړي حکومتي کسان هم په کرونا اخته شوی دي، چې له منځ يې تر اوسه اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. 

کرونا ويروس تر دې مهاله ايران کې ۴۳۰ کسان مړه کړي او تر لس زره ايرانيان په دې وژونکي ويروس ککړ دي.