د پاکستان سیند صوبه کې نږدې دوه نیمو میاشتو لپاره د دې صوبې د ښوونیزو ادارو د تړلو پرېکړه وشوه

روهي(جمعه/۱۳ د کب)، د سیند حکومت د پاکستان کرېکټ بورډ ته سپارښتنه کړې چې کراچۍ کې د دغه هېواد غوره لیګ پاتې لوبې له نندارچیانو تشو لوبغالو کې وشي.د سیند د سر وزیر یا وزیر اعلی سید مراد علي شاه په مشرۍ د صوبايي کابینې ځانګړې ناسته کې د ښوونیزو ادارو د تړلو پرېکړه وشوه.
 
د سیند په سکردو کې یو بل کس هم په کورونا اخته شوی دی.پاکستان کې له کورونا د اغېزمنو شمېر اوس ۲۱ کسان بلل کېږي چې دوه پکې بېرته رغېدلي هم دي.پنجاب کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان شوی او بلوچستان کې هم د مارچ تر ۳۱ ښوونځي تړل شوي دي.
 
له بلې خوا د پاکستان بلوچستان کې هم صوبايي حکومت ورځانه درې لکو ډېرو کسانو ته په ملفون یا موبایل ټلېفون د کورونا ویروس اړوند پیغامونه لېږي.د صوبايي حکومت د اعلامیې له مخې، دې پیغامونو کې خلکو ته د کورونا ویروس نښې او د احتیاطي تدبیرونو اړوند مالومات وي.
پاکستان د مارچ په دویمه د کندهار- بلوچستان ترمنځ د سپین بولدک دروازه وتړله.