خليلزاد: افغانستان ته د طالبانو اسلامي امارت بيا راتګ نړۍ ته سره کرښه ده

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي  خليلزاد په  تازه څرګندونو کې ويلي دي، چې افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت بيا راتګ د نړيوالې ټولنې لپاره سره کرښه ده. 

خليلزاد له طلوع نيوز سره په يوې تازه مرکي ويلي دي چې هيله لري ترڅو طالبان او افغان حکومت په راتلوتکې سلو ورځو کې د سولې بين الافغاني يوې پايلې ته سره ورسوي. 

خليلزاد ويلي دي چې  هيله لري تر هغه وخت چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لومړی پړاو بشپړ کيږي بين الافغاني خبرې هم يوې پايلې ته سره ورسيږي. 

زلمي خليلزاد د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شته کړکېچ په اړه ويلي دي، چې اوس مهال طالبانو د افغانستان يوه برخه نېولې ده، نو که چېرې محمد اشرف غني د هېواد يوه برخه او عبدالله عبدالله بله برخه ونېسي، نو دا په رېښتيا سره يو بحران جوړولی شي.