د امريکايي ډالر پر وړاندۍ پاکستانۍ کلدارې خپل ارزښت نور هم راټيټ کړی 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، د پاکستان په بازارونو کې پاکستانۍ کلدارې د امريکايي ډالر په مقابل کې خپله بيه راټيټه کړي ده. نن ورځ پاکستان کې يو امريکايي ډالر په 158.42 کلدارې وو. 

که څه هم له تېرو شپږ مياشتو پاکستانۍ کلداره د امريکايي ډالر په مقابل کې خپله بيه ټيټوي، خو نن ورځ د يو امريکايي ډالر پر وړاندې پاکستانۍ کلداره ۰،۹۸ پيسې راټېټه شوه. 

په دې اساس په تېرو درېيو ورځو کې هره ورځ پاکستانۍ کلداره يو روپۍ را ټېټه شوې ده چې عمومي سلنه يې ۲،۶ کيږي. 

پاکستان کې مالي او اقتصادي شنونکي د دغه لوېدنې لاملونه کرونا ويروس او د سيمې هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کمښت په ګوته کوي.