آرامکو: هره ورځ به ۱۳ مېلېونه بېرل تيل توليد کړو 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، سعودي عربستان کې د تيلو ستره توليدي کمپنۍ آرامکو وايي چې د تيلو په برخه کې تازه پانګونه کوي اود تيلو توليد ظرفيت به لوړ کړي. 

آرامکو اوس مهال له لس مېلېونه بېرل ډېر تپل توليدوي، خو اوس غواړي د تيلو توليد کچه لوړه کړي او په ورځني ډول ۱۳ مېلېونه بېرله تيل توليد کړي. 

که څه هم د کرونا ويروس خپرېدو په نړۍ کې سوداګري او په ځانګړي ډول د تيلو سوداګري بده اغېزمنه کړې ده، خو دغه سعودي کمپني وايي چې نړۍ کې د تيلو اړتيا زياته ده.