اسلام اباد کې د پاکستان (اېف ۱۶) الوتکه غورځېدلې او پېلوټ په کې وژل شوی دی

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، د پاکستان د هوايي ځواک په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد يوه (اېف ۱۶) الوتکه لوېدلې او پېلوټ هم په کې وژل شوی دی. 

دغه الوتکه نن سهار  شکر پړیا سیمه کې لوېدلې ده. د وژل شوي پېلوټ نوم نعمان  ښوودل شوی دی او ويل شوي دي چې الوتکه د پوځي تمرين پر مهال لوېدلې ده. 

پر ټولنيزو رسنيو هغه ويډو پر ليکه شوې ده چې الوتکه د ځکمې پر لور را لويږي او وروسته د اور په لمبو کې سوځي.