قومي وطن، پښتونخوا ملي عوامي، پښتون ژغورنې غورځنګ، عوامي، پيپلز، مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام ګوندونه: پر پښتنو د ملنډو او سپکاوي په کلکه غندنه کوو

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، پاکستان کې قومي جرګې  تېره ورځ يو ناسته رابللې وه چې په ترڅو کې يې پاکستان کې د پښتنو حقونو، تاريخ، کلتور، ژبې دفاع او همدا ډول يې په افغانستان کې د بهرنيو لاس وهنو د مخنيوي غوښتنه کړې. 

دغه جرګه په باچا خان مرکز کې د عوامي نشنل ګوند له خوا رابلل شوې وه.  قومي وطن ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، پښتون ژغورنې غورځنګ، عوامي ګوند، پيپلز ګوند، مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام  ګوندونه د دغه ناستې برخه وال وو. 

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښه اړيکو غوښتنه کړې ده او ويلي دي چې د سيمې هېوادونه بايد افغانستان کې لاس وهني بند کړي او افغانستان د يو خپلواکه هېواد په توګه وپېژني. 

دغه ناسته کې يوه اعلاميه خپره شوه او د پښتنو د حقونو، درناوي، سرشمېرنې، طعبيي سرچينو او د پښتنو پر وړاندې د روان ناوړه چلند د مخنيوي ټېنګار شوی وو.