ولسمشر غني د ۱۵۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان لاسليک کړ 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان پر اساس د بګرام له زندان د ۱۵۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان لاسليک کړ. دغه فرمان کې ويل شوي دي، چې د سولې خبرو د پيل او ښه نيت په پار دغه طالب بنديان ازاديږي. 

د دغه فرمان په لومړی ماده کې راغلي دي، هغه کسان له بند ازاديږي چې د ليکل شوي تعهد پر اساس به بيا بېرته د جګړې لېکو ته نه ځي، 

د فرمان دويمه ماده: د همدې کب مياشتې له ۲۴  به، ۱۵۰۰ بنديان؛ هر ه ورځ سل بنديان د عمر، روغتيايي وضعيت او د بند مادې په نظر کې نېولو سره ازاديږي. 

درېيمه ماده: د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو په بهير کې به په دوه اوونيو کې ۵۰۰ بنديان ازاديږي، چې د خبرو تر پای به ټول ۵۰۰۰ بنديان ازاد شي. 

څلور مه ماده: ملي امنيت شورا د دغه فرمان د پلي کېدو مسووليت لري. 

ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د خپلې لوړې په مراسمو کې ويلي وو، چې د طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه به فرمان ورکړي.