پخواني ولسمشر کرزي او عبدالله عبدالله د زلمي خليلزاد سره لېدنې رد کړې

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، يو شمېر سرچينو ليکلي دي چې د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد نن له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره د لېدنې غوښتنه کړې، خو دواړو له خليلزاد سره لېدنې رد کړې دي. 

سرچينو ويلي دي چې نه  عبدالله عبدالله او نه هم پخوانی ولسمشر حامد کرزی حاضر شوي دي، چې له زلمي خليلزاد سره وويني. په دې اړه تر اوسه رسمي څه نه دي ويل شوي. 

دا خبرونه وروسته له هغه رسنيز کيږي چې زلمي خليلزاد تېره ورځ د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګدون وکړ او همدا ډول پخواني ولسمشر کرزي په يوې اعلاميې کې په هېواد کې د دوه لوړو تر سره کول، د امريکا د تمسخر او او تفرقې سياست بلل دی.