افغانستان ايرلنډ ته درېيمه لوبه له لاسه ورکړه 



روهي (درې نۍ/۲۰ د  کب)، هندوستان کې د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د کرېکټ سياليو کې افغانستان په درېيمه لوبه کې د ايرلنډ پر وړاندې ماته خوړه. له دې وړاندې افغانستان په دوه پر له پسې لوبو کې ايرلنډ ته ماته ورکړې وه. 

ايرلنډ افغانستان ته ۱۴۲ منډو هدف وټاکلو خو افغانستان ټاکلی هدف پوره نه کړ او منډې مساوي شوې، په دې اساس لوبه سوپر اور ته ورسېده او د ايرلنډ په ګټه پای ته ورسېده. 

په سوپر اور کې افغانستان په شپږو توپونو ایرلنډ ته د نهو منډو هدف ورکړ او هغوی هم دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ