پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پارلمان چلنج کړی

د مارچ په لومړۍ نیټه د پېښور په چارسده کې کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه وه او په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پارلمان غړي علي وزیر څرګندونې وکړې چې د پنجابیانو غبرګونونه یې راپارولي دي.

علي وزیر په ښکاره له امریکا او ناټو وغوښتل چې د ترهګرو پټنځایونه د پښتنو سیمو کې نه دي، بلکې پنجاب، لاهور، اسلام اباد، فیصل اباد، ایبټ اباد کې دي چې د پاکستان ریاست مستقیم ملاتړ ورسره دی.

علي وزیر دا خبره له ځانه نه ده کړې، بلکې په دې تړاو اسناد او شواهد هم لري چې د پښتنو سیمو کې ترهګر نشته، بلکې د ترهګرۍ قرباني دي.

هغه ترهګرې ډلې چې نړیوال یې هم پيژني او ځینې ډلې تور لیست کې شاملي دي، د ټولو دفترونه پنجاب کې دي او هملته مرکزونه، روزنځایونه او پټنځایونه لري.

علي وزیر هغه کس دی چې پاکستان پوځ یې ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه د کورنۍ اتلس غړي وژلي دي.

د علي وزیر د دې خبرو د قوت او ملاتړ لپاره د پښتون غورځنګ نورو فعالانو پراخ اسناد او شواهد خپاره کړي چې ښيي د ترهګرو ځالې په پنجاب کې دي.

جیش محمد، سپاه صحابه، تحریک اسلام، لشکر جنګوي، لشکر طیبه، او نورې هغه ډلې دي چې پنجاب کې يې ښکاره دفترونه دي، ښکاره مرکزونه لري او درګرده ترهګر روزي او د پښتنو سیمو او له هېواده بهر یې د ترهګرۍ لپاره لیږي.

جالبه دا چې دا ډلې پنجاب کې مرکزونه لري خو هلته فعالیت نه کوي، مثلا پنجاب کې فاحشه خانې شته، بربنډ فلمونو پروډکشن شته، هیرا منډيي شته چې ښځې پکې خپل ځآنونه خرڅوي، خو پنجاب کې په دې مرکزونو هیڅ برید نه کیږي.

مګر برعکس د پښتنو سیمو کې نه مسجد امن دی، نه واده امن دی، نه مدرسه امن ده، نه ښوونځی امن دی او نه بازار.

دا هغه خبرې دي چې پښتون غورځنګ د علي وزیر په ملاتړ کړي دي.

علي وزیر چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان کې د خپلو خبرو سپیناوی ورکو، په داډ سره وویل چې خبرې یې رښتیا دي او هیڅ دروغ پکې نشته.

علي وزیر پارلمان چلنج کړ، که یې خبرې دروغ شوې او د ترهګرو پټنځایونه په پنجاب کې نه و، نو حاضر دی چې د پارلمان له غړیتوب استعفا وکړي او محکمه کې ځواب ووایي.

پاکستان که اوس هر څومره عوام فریبي وکړي، د ترهګرۍ له تور ځان نه شي خلاصولی، ځکه دې هېواد کې د ترهګرو ډلو شمېر اوس بیخي ډیر شوی او دا داسې ډلې دي چې ټولې د ای ایس ای پالیسۍ په پاکستان او نورو هېوادونو کې تطبیق کوي.

دا ډلې ټولې د اسلام تر نامه لاندې فعالیت کوي، خو خپله چې پاکستان کې اسلام ته هر ډول خطره وي او هر ډول نااسلامي کارونه کیږي، دا ډله حق نه لري چې مداخله پکې وکړي.

دا ډلې یواځې د اسلام په نامه د ای ایس ای لپاره ترهګر روزي او بیا یې نورو هېوادونو ته لیږي چې د پاکستان ګټې خوندي کړي.