حکمتيار: نه د اشرف غني او نه هم د عبدالله عبدالله د لوړې په مراسمو کې ګډون کوم 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار له کابل نيوز تلويزوين سره په خپلې تازه مرکې کې ويلي دي، چې که سبا دوه د لوړې مراسم تر سره کيږي نو دی به په يو کې هم ګډون ونه کړي. 
 
نوموړي ويلي دي چې دا يوه خندا وونکې لوبه ده او د تمسخر وړ ده. 

نوموړي په خپلې مرکې کې ويلي دي چې دا ډول چاره د اندېښنې وړه ده او په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې پايله ده چې يا موازي حکومتونه اعلانيږي او يا هم په يو هېواد کې دوه کسان ځانونه د ولسمشرانو په توګه معرفي کوي. 

حکمتيار ويلي دي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې په لېدنو کې دا طرحه وړاندې کړې، چې محمد اشرف غني دي د هېواد ولسمشر په توګه پاتې شي خو منتخب ولسمشر نه بلکې يوازې د حکومت مشر او نور به پر سولې او ملي مسايلو سياستوال  باصلاحيته تمرکز وکړي. 

حکمتيار وايي چې د ائتلافي او شريک حکومت نسخې سره مخالف دی او په تېرو پنځو کالونو کې دغه موجوده حکومت هېڅ ملي مساله نه ده حل کړې. 

نوموړی وايي چې کله د اجرائيه رياست له شتون پرته محمد اشرف غني د هېواد ولسمشر ويي او نورې سياسي څېرې د سولې او نورو ملي مسايلو مسووليت واخلي. 

حکمتيار دا هم ويلي دي چې ټاکنيز جنجال د امريکا متحدو ايالتو په لاس کې دی او هغوی چې پرېکړه وکړي نو حکومت کې داخلې ډلې به يې مخالفت ونه کړي.