افغانستان دويمه شل اوريزه لوبه کې ايرلنډ ته ماته ورکړه 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، افغان کرکټ ملي لوبډلې وکولی شول چې له ايرلنډ هېواد د کرېکټ  شل اوريزه لوبه وګټي. دا پر له پسي دويمه لوبه ده چې افغانستان يې له ايرلنډ ګټي. 

 افغانستان د ۱۸۵ منډو هدف ايرلنډ ته کېښود؛ ايرلنډ تاکلی هدف پوره نه کړ او د  شپږو لوبغاړو په سوځېدو  يې ۱۶۳ منډې جوړې کړې چې په دې سره يې لوبه له لاسه ورکړه. 

افغان لوبډله کې مجیب الرحمن د درې لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو. همدا ډول رحمن الله ګربز ۳۵ منډې، حضرت الله ځاځي ۲۸، محمد نبي ۲۷، نجیب الله ځدراڼ ۱۶ او ګلبدین نائب ۱۳ منډې وکړې.