حمدالله محب او زلمي خليلزاد پر سولې خبرې کړي

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، د هېواد ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو اياالتو بهرنيو چارو وزات ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره کتلي دي. 

د ملي امنيت شورا په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د هغه هیواد سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د هیواد د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو، سیاسي تحولاتو او امنیتي وضعیت خبرې وشوې.

دغه راز پر دې هم بحث وشو چې، څه ډول باید د سولې لپاره له ایجاد شوی فرصت نه په غوره توګه استفاده او راتلونکي اقدامات یې ښه رهبري شي."

زلمي خليلزاد له دې وړاندې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم پر افغان سولې لېدنې او خبرې کړې وې.