د ټرمپ خبرو ته د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون: افغانستان کې بيا د طالبانو واک ته رسېدل شونتيا نه لري 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، افغان حکومت د محتدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی، چې احتمال لري د امريکايي پوځيان له وتلو وروسته به طالبان افغانستان کې واک ته ورسيږي. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي ويلي دي چې په افغانستان کې بيا ځل د طالبانو واک ته رسېدل يو ناممکنه فرضيه ده. صديقي د افغان ځواکونو د وړتيا ډاډ ورکړی دی. 

نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "هغه ګواښونه چې د طالبانو له لوري موږ ته متوجې دي موږ یې درک کوو د دې لپاره چې طالبان اوس هم زموږ پر خلکو، عام ځایونو او ښارونو بریدونه کوي، نو دغه ډله بیا نشي راتلای او قدرت تر لاسه کولای نشي دا یو ناممکنه فرضیه ده."

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک وروسته ولسمشر ټرمپ قطر کې د طالبانو سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني بردار سره هم کابو نيم ساعت خبرې وکړې او طالبان يې ستايلي وو.