فېسبوک لندن کې خپل دفتر وتړلو 

روهي (نۍ/۱۷ د کب)، فېسبوک شرکت اعلان کړی چې د کرونا ويروس د مخ پر وړاندې خپرېدو له ويرې يې د انګلستان پلازمېنه لندن کې خپل دفتر د همدې اوونۍ تر دوه نۍ پورې تړلی دی. 

فېسبوک دا دفتر وروسته له هغې تړلی دی چې له سېنګاپور هېواد راغلی د يو فېسوک يو کارمند په لندن کې معاينه شوی او د کرونا ويروس مثبته پايله يې درلوده. دغه کارمندان لندن کې د فېسبوک دفتر کارکوونکو سره په اړيکه کې شوی دی.

تر دوه نۍ به لندن کې د فېسبوک دفتر کارمندان له خپلو کورونو کار کوي او روغتياپالان لندن کې د فېسبوک دفتر په پاکۍ او د کرونا ويروس ضد درملو په شنېدلو اخته دي. 

فېسبوک په سېنګاپور کې هم له خپلو کارمندانو غوښتي دي، چې دفترونو ته له تګ ډډه وکړي او ورسپارل شوې چارې د مارچ تر ۱۳ مې نېټې له کورونو سر ته ورسوي.