ټرمپ: شونتيا شته چې د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته به طالبان افغانستان کې واک ته ورسيږي 

روهي (جمعه/۱۶ د کب)، د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د فرانسې خبرې آژانس ته ويلي دي چې احتمال لري له افغانستان د امريکايي ځواکونو په وتلو طالبان افغانستان کې واک ته ورسيږي. 

نوموړي په خپلو خبرو کې له افغانستانه د خپلو پوځيانو په وتلو هم ټېنګار کړی دی او ويلي دي چې نه شی کولی شل کاله نور يا سل کاله خپل پوځيان په افغانستان کې پاتې کړي. ټرمپ وايي چې هغه وخت رارسېدلی دی چې خپل خلک هېواد ته راوغواړي. 

ټرمپ تازه تېره اوونۍ د لومړي خل لپاره د طالبانو د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره خبرې وکړې او د طالبانو ستاينه يې کړې.