د کورونا وېروس له امله په چین کې د هوا ککړتیا کچه ډېره راکمه شوې ده

روهي(جمعه/۱۶ د کب)، د امریکا د فضايي څېړنو اداره ناسا وايي، د سپوږمکیو پر مټ اخيستل شوي انځورونه ښيي چې د کورونا وېروس له امله په چین کې د هوا ککړتیا کچه ډېره راکمه شوې ده.په چین کې شاوخوا ۸۰ زره تنه پر کورونا وېروس اخته شوي دي ، دې وېروس ۵۶ هېوادونو ته سرایت کړی خو پرې د اخته کسانو ډېر شمېر او له امله یې تر ټولو ډېره مړینه په چین کې ده.
 
ناسا ویلي لکه د نورو کلونو په څېر سږ کال په چین کې د نوي کال جشن ترسره نه شو، دا جشن د جنورۍ په وروستیو او د فبروري په لومړیو کې ترسره کیږي. او له دې امله هم د تېر کال پر تله د هوا په ککړتیا کې کمی راغی. ناسا ویلي، د دې ناروغۍ له امله اقتصادي فعالیتونه کم شوي او د هوا ککړتیا د کمېدو یو لا مل همدا دی.
 
 
ناسان وايي د ډای اکسیډ نایټروجن ګاز کچه لومړي په ووهان ښار کې چېرته چې لومړی ځل کورونا ویروس رامنځته شو، کمه شوې او بیا د چین په نورو سیمو کې هم د دې ګاز کچه راکمه شوې ده.ناسا په چین کې د ۲۰۱۹ کال د دوه لومړیو میاشتو د هوا وضعیت د ۲۰۲۰ کال د دوه لومړیو میاشتو له وضعیت سره پرتله کړی.د ناسا انځورونه ښيي چې په چین کې د ډای اکسیډ نایټروجن (هغه ګاز دی چې موټر او صنعتي ماشینونه یې تولیدوي) د تېر کال پر تله کم شوی او لامل یې دا دی چې په چین کې ډېرې کارخونې په ټپه درېدلې دي.