له کومه چې د افغانانو په اړه د تاریخ په کتابونو کې یادونې کیږي، تر ډېره د هغوی د شهامت او نه ماتېدونکي ځواک ستاینې شوي دي. ډېرو هېوادونو پرې د استعمار هڅې وکړې، خو بریالي نه شول.
روسیه چې د وخت زبر ځواک هېواد و، له ډېرو هڅو او بې کچې مصرفونو څخه وروسته بیا هم په دې و نه توانېده، چې په دې هېواد کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي. دوی چې کله زمونږ د هېواد د نیولو تابیا وکړه او په ناببره توګه دې هېواد ته راننوتل، د خورا ډېرو پوځي مهماتو په راوړلو خپل استعمار غوښتونکي جګړې یې پیل کړې، د وېرې او ډار د خپرولو لپاره یې د هېڅ ډول ظلم او تېري څخه لاس وانخېست، آن تر دې چې ژوندي افغانان یې د هغوی د کورنیو د سترګو پر وړاندې، د ټانګونو لاندې کړل. ظلم هم خپل حد لري، خو دوی دلته د ظلم انتها وکړه.
لنډه دا چې د ډېرو ظلمونو او هڅو څخه وروسته بیا هم افغانان د خپل ایمان او سپېڅلي رب په مرسته د هغوی د سترو جګړییزو مهماتو (توپ، ټانګ، هلي کوپټر او…) پر وړاندې، د خپل کورني او کرنیزو توکو (بېلچه، لور، کلنګ او…) په مرسته ودرېدل او د هغوی ټول هغه خوبونه چې د دې هېواد د نیولو لپاره لیدل، له خاورو سره خاورې کړل.
تر دې وروسته ځینو نورو هېوادونو هم د دې هېواد د استعمارولو هڅې وکړې، په ځانګړي توګه غربي نړۍ د خپلو موخو څخه لاس په سر نه شول او له پوځي جګړې پرته یې، نورې داسې لارې وسنجولې چې څنګه دغه خلک مات کړي او په سیاسي چارو کې یې نېغ په نېغه دخيل واوسي.
په دې اړه یوه کیسه ګۍ ده چې د یوه امریکایي او روسیي پوځي ترمنځ یوه ناسته وه، چې په کنایي توګه سره غږېدل. امریکایي له روسي پوځي نه پوښتنه وکړه، چې تاسو د استعمار لپاره په افغانستان کې څه وکړل؟
روسي پوځي ځواب ورکړ: مونږ په هغوی باندې چاکلېټ، بسکېټ، کلچې، کېک او… خواږه توکي بند کړل. خو هېڅ هم ونشو.
بیا روسي له امریکایي پوځي څخه پوښتنه وکړه، تاسو ورسره څه وکړل، چې تر اوسه خپلې موخې هلته پلي کوئ او تر ډېره بریده بریالي هم یئ؟
امریکايي پوځي ځواب ورکړ: مونږ یې د چاکلېټ او کلچو سره کار نلرو، بلکې په هغوی باندې مو بوره بنده کړه، څو چې هېڅ ډول خواږه ونشي جوړولی.
دلته د امریکایي پوځي موخه له (بورې) څخه (ایمان) و، چې که له مسلمان څخه ایماني قوت کډه وکړي، بیا هېڅ هم نه دی، ټول ځواک یې عقیده او ایمان دی. په دې توګه امریکا زمونږ هېوادوال تر فکري استعمار لاندې راوستل او رو رو د مستقیم استعمار تر کچه یې بیایي، چې تر ډېره بریده بریالي شوي هم دي.
روسي ځواکونو د افغانانو د بې ستري لپاره له زور څخه کار اخېستل، خو بې پایله وه او له ماتې سره مخ شول؛ خو امريکايي ځواکونو له زر او پیسو څخه کار واخېستل، د خلکو ایمانونه یې کمزوري کړل، فکرونه یې د استعمار منلو ته چمتو کړل، ښځینو ته یې د لوړو معاشونو په ورکړې سره، د هغوی څخه د حیا څادرونه واخېستل، له هر ډول چل او دوکې څخه یې کار واخیستل، همدا وه چې په خپلو موخو کې د فکري استعمار د تګلارې په عملي کولو سره، دلته تر یوه بریده بریالي شول.
فکري استعمار دې ته لار هواروي، چې ذهناً د دښمن مستعمرې ته مو چمتو کړي. په دې توګه مونږ تر فکري استعمار لاندې راوستل شو، د خپل ایمان او افغاني غرور له لاسه ورکولو سره، ډېر څه مو له لاسه ورکړل، چې اوس یې پایلې (جګړې، ورور وژنه، بې ستري، فحشا او…) هم په سر سترګو وینو.
«حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: که تاسو (مسلمانانو) د رباء په لار لاړئ او ځانونه مو د دنیا له مال سره مشغول کړل او جهاد مو پرېښودل، الله (ج) ظلم پر تاسو مسلط کوي. دا ظلم او ستم تر هغه له تاسو څخه نه لرې کیږي، تر څو چې بېرته خپل دین ته و نه ګرځئ».
د دې مبارک حدیث له مخې له دې کړکېچن حالت څخه د خلاصون یواځېنی لار په هېواد کې د اسلامي شریعت خپلول او پلي کول دي.
وروستي