ولسمشر ټرمپ او ملا عبدالغني برادر ټيلفوني خبرې کړي 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تېره ورځ د دوی ترمنځ د سولې د شوي تړون په اړه ټيلفوني خبرې کړې دي. 

طالبانو په يوې خبرپاڼې کې ويلي  دي چې ملا عبدالغني بردار او او ولسمشر ټرمپ له نيم ساعت زياتې خبرې کړي دي او ملا برادر ټرمپ ته ويلي دي چې  که چې امريکا د سولې په شوي هوکړې عمل وکړي نو په راتلونکي کې به ښه اړيکې سره ولرو. 

همدا ډول ويل شوي دي چې ولسمشر ټرمپ ملا غني برادر ته ويلي دي چې هېواد يې چمتو دی ترڅو د افغانستان په بيا رغونه کې مرسته او همکاري وکړي. 

د دغه ټيلفوني اړيکې په اړه ولسمشر ټرمپ تېره ورځ سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ويلي دي چې له ملا غني برادر سره يې خبرې کړي او طالبانو ورته ويلي دي چې تاوتريخوالی نه کوي. 

دا لومړی ځل دی چې د امريکا متحد ايالتو ولسمشر د طالبانو له يو لوړپوړي چارواکي سره په ټيلفون خبرې کوي.