د جګړې له ښکېلو خواوو د پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنه: له هغه څرګندونو  چې د سولې هڅې زیانمنې کوي په کلکه ډډه وکړئ

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، د هېواد  پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په هېواد کې د جګړې د کمښت هفته چې د ټولو هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوه د خلکو او هېواد لپاره ستر خیر بولي. 

پخوانی ولسمشر په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې د کوښښونو د ښه پرمختګ او کامیابي او د اعتماد د فضا د لا ټینګښت لپاره له جګړې او تشدد څخه لاس واخلي او له داسې اظهاراتو څخه چې د سولې هڅې زیانمنې کوي په کلکه ډډه وکړي. 

حامد کرزي  همدا ډول هیله څرګندوي چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په هېواد کې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره عملي اقدامات ژر تر ژره پیل شي.