پر چارواکو يې (پوزبندونه اغوستي)؛ کېم جونګ اون د شمالي کوريا د نوي وسلو د ازمويلو ننداره کوي 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، شمالي کوريا نن ورځ څلور راکټونه ازمويل. د راکټونو توغولو دغه مراسمو ته د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون او پوځي لوړپوړي چارواکي ورغلي وو. 

د شمالي کوريا په دولتي رسنۍ خپره شوي انځورنه ښيي چې لوړپوړو دولتي او پوځي چاراکو د کرونا ويروس له ويرې مساکونه يا پوزبندونه اغوستي او کېم جونګ اون د خپلو نوې وسلو ننداره کوي. 

چين کې د کرونا ويروس د خپرېدو وروسته شمالي کوريا هم د دغه ويروس د مخنيوي په پار جدي اقدامات پيل کړي دي او ګڼيزې پوځي راټولېندې يې بند کړي دي.