افغان کرکټ بورډ د کابل ولایت کرکټ ریس له دندې ګوښه کړ

 د افغانستان د کرکټ مطبوعاتي خبرپاڼه:
د افغانستان کرکټ بورډ د کابل ولایت د کرکټ ریس حاجي عزیزالله فضلي له دندې ګوښه کړو، نوموړي د کرکټ بورډ د اصولو او قوانینو څو څو ځله سرغړونه کړې او همدارنګه ښاغلي فضلي په تیرو څو میاشتو کې د کابل د کرکټ د ودې او پرمختګ کې کوم مثبت رول نه دی لوبولی او نه کومه لاسته راوړنه لري. نو همدا لامل شو چې د افغان کرکټ بورډ یې له دندې ګوښه کړي.
افغان کرکټ بورډ تر اوسه پورې بل کوم شخص د کابل د کرکټ د ریس په توګه نه دی نومولو خو ډیر ژر به د کابل ولایت د کرکټ لپآره وړ او په کرکټ پوه شخص په دنده وګماري.