غټه خېټه مو وژني 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، نوې څېړنې په ګوته کړې ده چې هغه کسان چې د وجود د نور وزن په پرتله يې د نس يا خېټې وزن زيات وي د مرګ شونتياوې يې ډېرې دي. دغه شوې سروې په ګوته کې چې غټه خېټه لرونکې کسان له نور ژر د زړه حملې په ناروغيو اخته کېدای شي. 

يورپېن ژورنال (European Journal) نن ورځ په نشر شوې مقالې کې په ګوته کړې ده چې هغه  کسان چې يوازې خېټه يې غټه او نور وجود يې ډنګر  وي او که يا دا چې د خېټې په شمول د ټول وجود وزن يې زيات، ډېر ژر د زړه حمله پرې راتلی شي او د مرګ شونتيا يې ډېره ده. 

روغتيا پالان او څېړونکي وايي چې دا يوه نوې پلټنه  ده چې د نس شحم او د زړه حمله سره نېږې اړيکه لري؛  پخوا دا تصور نه وو مجود چې د خېټې چاغوالی او د زړه حمله سره نېږدې اړيکه لري. 

دغه نوې څېړنه په ۲۲ زره هغه کسانو تر سره شوې ده چې د خېټې وزن يې زيات دی او د څو ځلې يې د زړه خطرناکې حملې تجربه کړې دي. 

د شوې څېړنې اړوند د زيات وزن لرونکي نس اندازه  په سړيو کې ۹۴ سنتي متر او په ښځو کې ۸۰ سنتي متره ښوودل شوې ده. 

د نس شحم په دې اساس د زړه د حملې لامل کيږي چې د دغه شحم يا غوړو يو برخه  په وينه کې په کلسترول بدليږي، چې وروسته د د زړه د شريانونو د تنګېدو سبب کيږي.