انګلستان له امريکا لارې جدا کوي 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د انګلسان حکومت په دې غور کوي چې له اروپايي ټولنې او د امريکا متحدو ايالتو د سوداګرۍ په برخه کې خپله لار جدا کړي. 

د انګلستان د حکومت کابينې د لومړي وزير په مشرۍ نن ورځ ناسته کوي او په دې فکر کوي چې له امريکا سره د سوداګرۍ له تړون ځان بهر کړي. 

همدا نن ورځ انګلستان له اروپايي تولنې سره هم ناسته کوي او ترمنځ سوداګرۍ باندې يې خبرې کيږي. انګلستان حکومت نېږدې مياشت وړاندې دا پرېکړه وکړه چې د اروپايي ټولنې له غړيتوب ووځي. 

انګلستان دوه سترې ټاکنې لري، چې يا له امريکا متحدو ايالتو او يا هم له اروپايي ټولنې سره سوداګري ولري، خو ښايي چې انګستان به د سوداګرۍ په برخه کې خبلواک پاتې شي او له دواړو به ځخان جلا کړي.