(رادھیکا مدن) په (انګريزي مېډيم) کې 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، انګريزي مېډيم يا Angrezi Medium د هندوستان باليووډ سېنما نوی فلم دی چې د روانې مارچ مياشتې په ۱۳ نېټه هندوستان کې نندارې ته وړاندې کيږي. 

د هندوستان باليووډ سېتما مشهورو لوبغاړو رادھیکا مدن،  عرفان خان، کرینه کپور خان، دیپک ډوبریال او رنویر شاوري په دې فلم کې مرکزي رولونه لوبولي دي. 

دغه فلم په ۲۰۱۷ کال کې کرينه کپور عرفان خان، هندي مېډيم فلم په پل جوړ شوی دی. فلم کېمډي دی او په هندوستان کې د انګلېس کلتور، انګلېسي ژبې او لوېدېځۍ ديموکراسۍ صحنې په کې  وړاندې شوې دي.  د دغه فلم ډېرې برخې لندن کې ډکې شوې دي. 

هندوستان يو وخت د بريتانيا اشغال وو چې تر نن ورځې يې هم اغېز پاتې دی. هندوستان وکولی شول چې د مهاتما ګاندي په مشرۍ په سوله ييز ډول انګريزان له خپل هېواد بهر کړي. دغه فلم د انګلېس د اشغال د وخت هغه کړه وړه چې هنديان يې اوس هم لري او د کلتور برخه ې ګرځېدلې ده، انځور کړي دي.