چين (اویغور مسلمانان) اجباري  کارونو ته اړ کړي 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، فرانس خبري اژانس د راپورونو پر اساس ليکلي دي چې د چين هېواد هلته لوکي  اویغور مسلمانان سختو او اجباري کارونو ته اړ کړي دي. 

ويل کيږي چې ځيني مشهور نړيوال شرکتونه چې چين کې فعاليت کوي،  اویغور مسلمانان ورته استول کيږي ترڅو سخت او په اجباري دول هلته د کارګرو به ډول کار وکړي. 

دغه راپور کې آپل، سوني، سمسونګ، نايک، واه وې، ګاپ،  بي اِم ډبليو او يو شمېر نور نړيوال شرکتونه تورن شوي دي چې په زرګونه  اویغور مسلمانان يې د کارګرو په توګه اجباري کارونو ته نېولې دي. 

د اسټراليا د سټراټيژيکو پالېسيو انسټېټويټ په خپل نشر شوي راپور کې ويلي دي چې له اته سوه زره ډېر اویغور مسلمانان يې د زور کارونو ته اړ کړي دي. 

خو د چين حکومت دغه راپور رد کړی دی او ويلي دي چې دوی د مسلکي زده کړو او تجربې په پار يو شمېر زده کوونکي او نور کسان داسې کمپنيو ته لېږي ترڅو له مذهبي سخت دريځۍ، ترهګرۍ او بنسټ پالنې لېرې وساتل شي.