ازبکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، د کرونا وژونکي ويروس د خپرېدو له ويرې ازبکستان له افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي. د هېواد شمال بلخ ولايت کې مسوولين وايي چې ازبکستاني چارواکو حيرتان بندر د مسافرو او موټرونو پر مخ تړلی دی. 

افغان چارواکي وايي چې ازبکستان دغه چاره له افغان چارواکو سره په همغږۍ کې کړې ده. د ازبکستان له پلازمېنې تاشکند سلګونه پوځيان د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډې پولې ته تېره شپه راغلې او دغه پوله يې تړلې ده. 

دا مالومه نه ده چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګده پوله او په ځانګړي ډول حيرتان بندر به تر کومې ڼېټې تړلی وي. له دې وړاندې افغانستان له ايران او پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې تړلې وې.