د سويډن په پلازمېنه کې ، دوو چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه

 د خبري رسنيو د رپوټونو له مخې د سويډن په پلازمېنه ستکهولم کې تير ماښام دوه چاودنې شوي ، چې له امله يې يو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي.
لومړۍ چاودنه په يوه ګاډي کې ، چې د ګازې کپسولونو په کې موجود وو رامنځته شوې . دوهمه چاودنه ، چې پرله پسې وه هم رامنځته شوې خو ﻻمل يې تر اوسه څرګند نه دی. د پېښې په هکله پلټنې روانې دي او تر اوسه دا نه ده څرګنده ، چې دواړو چاودنو له يو بل سره تړاو درلود که څنګه .