ولسمشر ټرمپ: په نېږدې راتلونکې به له طالب مشرانو سره شخصی لېدنه وکړم 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغان جګړې د سولې تړون هرکلی کړی. 

نوموړي په يوې ټلويزوني مرکې کې ويلي دي چې په نېږدې راتلونکي کې به په خپله طالب مشرانو سره وګوري. نوموړي د افغانستان له ګاونډ هېوادونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي. 

ټرمپ په خپلو خبرو کې ويلي دي چې هغه وخت رارسېدلی دی چې له کالونو وروسته خپل خلک کورونو ته ستانه کړي. ولسمشر ټرمپ ويلي چې خپل ۸۰۰۰ سرتيري به هېواد ته راوغواړي. 

ولسمشر ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی دی چې که چېرې له تړون کومه سرغړونه وشي نو مونږ به بېرته پخواني دريځ ته لاړ شو، داسې دريځ چې پخوا چا نه وي لېدلی.