تيره شپه افغان او ايتلاف ځواکونو د پکتيا په ولايت کې د حقاني د شبکې سره تړاوو درلودونکي کسان نيولي دي، ويل کيږي چې دې کسانو د ځانمرګو بريدونو او چاوديدونکو توکو په استمعال کې لاس درلود. تيره شپه افغان او ايساف ځواکونو د پکتيا په ولايت کې د ګرديز ښار ته څیرمه ۷ د حقاني شبکې سره تړاوو درلودونکي او همدارنګه د چاوديدونکو توکو او نورو انفجاريه مواودو سره د تړاوو په تور د عملياتو پر مهال وژلي دي.
د رپوټونو له مخې دغو کسانو د قول اردو يا د کېمپ لايټنينګ په چاودنو او همدارنګه د شواک د ولسوال په وژلو کې يې هم لاس درلوده.
دا کسان هغه مهال ووژل شول چې امنيتي ځواکونو د يو لړ استخباراتي راپورونو پر بنسټ په پريو کور باندې عمليات تر سره کړل او د عملياتو پر مهال په کور کې د ننه کسانو کې يو کس وپيژندل شو چې هغه پخوا هم د امنيتي ځواکونو سره بندي وو، او وروسته څرنګه چې امنيتی ځواکونو عملياتو او پلټنې ته دوام ورکړو په کور او محاصره شوي سيمه کې د ننه کسانو لخوا پر امنيتي ځواکونو باندې وسله وال بريد تر سره شو او د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې ۷ کسان ووژل شول،
هيڅ ملکي وکړي پدې عملياتو کې ندي وژل شوي ، او نه هم امنيتي ځواکونو ته کوم زیان رسيدلۍ دی ، همدارنګه امنيتي ځواکونو کڼ شمېر اتومات وسلې او ګرنېټونه د تلاشۍ پر مهال د کور د ننه پيدا کړل ،
وروستي